د هیواد اعتراف معمولا په یو لړ عامه او خصوصي غونډو کې د پیژندنې یا ښه راغلاست دمخه وړاندې کیږي ، لکه ویناوې او غونډې.
دا د هیواد د دودیزو مالکینو پیژندلو یوه لاره ده چیرې چې هغه غونډه ترسره کیږي.
د اس بي اس آډیو پروګرامونو پيل د اسټراليا اصلي خلکو ياد او هغوی ته درناوي سره پيل کيږي.
موږ د هیواد سره د ابوریجین او توریس سټریټ ټاپو خلکو اړیکې منو، او د پخوانیو او اوسنیو مشرانو ته يې درناوی کوو.
دا د بومي اسټراليايانو منلو یوه لاره هم ده چې آسټرالیا یوه داسې خاوره ده چیرې چې حاکمیت هیڅکله نه دی سپارل شوی.
د Acknowledgement of Country لپاره کومه ځانګړې کلمه شتون نلري او هرڅوک کولی شي خپل تعبير سره سم يې يادونه وکړي.
هیواد ته ښه راغلاست يا Welcome to Country د دودیزو مالکینو ، یا د ابوریجینل او توریس سټریټ ټاپو خلکو لخوا ويل کيږي ځکه له مخه يې دودیز مالکین اجازه ورکوي چې له خاورې څخه يې ليدنه وشي او پر دې خاورې خلکو ته ښه راغلاست وايي.
دلته د هیواد د اعتراف یوه بیلګه ده؛ موږ غواړو د ځمکو، اسمانونو او اوبو د لارو دودیز مالکان ومنو او پخوانیو او اوسنیو مشرانو ته يې درناوی وکړو. موږ د نړۍ ترټولو زاړه دوامدار کلتور ته درناوی کوو.
LISTEN TO

Acknowledgement of Country in Pashto
00:28
Learn more about the Acknowledgement of Country

How to Acknowledge Country in a meaningful way
شریکول